د علماوو د شوری لائحه په رسمي جریده کې خپره شوه

barekzai_admin
Tue, Sep 29 2026 2:27 PM
.

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د علماوو د شوری لائحه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا تدوین او صادره شوې ده، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع‌الأول د میاشتې په ۱۷مه نېټه په ۱۵۰۰ ګڼه رسمي جریده کې خپره کړه. 

د علماوو د شوری لائحه یوه مقدمه، دوه‌ بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري او د علماوو د شوری د جوړښت، صلاحیتونو، مسئولیتونو او دندو د روښانه، منظم او شرعي حدودو د تعیین په موخه تدوین شوې ده ترڅو د علماوو شوری ګانې خپلې اړوندې چارې د اسلامي نظام په چوکاټ کې پرمخ یوسي.

د دغې لائحې لومړی باب د شوری جوړښت، مسئولیتونو او دندو ته ځانګړی شوی او دوه فصلونه لري. لومړی فصل د شوری د جوړښت څرنګوالي او د هغې د اعضاوو مواصفات او دویم فصل د شوری مسئولیتونه او دندې تنظیموي. د دغې لائحې له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه شوری لپاره رئیس، معاون، اداري مسئول او مالي مسئول په پام کې نیول شوي او نور اعضاء یې هم د اړتیا پر اساس ټاکل کېږي.

د لائحې له مخې، د علماوو د شوری اعضاء باید د دیني علومو عالمان او یا د سیمې په کچه منل شوي شخصیتونه وي، له خلکو سره د خواخوږۍ او مهربانۍ روحیه ولري، په شرعي علومو او ټولنیزو مسائلو کې له کافي فهم او بصیرت څخه برخمن وي، صالح، متدین او امانتداره وي او اسلامي نظام ته متعهد، وفادار او خیرخواه وي.

د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، د شرعي نظام د ارزښت په اړه خلکو ته پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د امارتي مسئولینو د کړنو او چلند اصلاح کول، د مسئولینو او خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کول، د نوي نسل د اذهانو تنویر او د هغوی د عامه پوهاوي پیاوړي کول، د ستونزو حل کول او له امارتي ادارو سره همکاري کول د دغې لائحې له مهمو موضوعاتو څخه دي.

دغه راز په دې رسمي جریده کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی یو شمیر فرمانونه هم چې په هغو کې د ځنګلونو د ساتنې او د هغو د غیرقانوني قطع کولو د مخنیوي په هکله فرمان، د زرشویۍ د امورو د تنظیم په هکله فرمان، د اطلاعاتو او فرهنګ او مالیې وزارتونو د دندو د تنظیم په هکله فرمانونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د وزیر د ټاکنې په هکله فرمان شامل دي، چاپ او خپاره شوي دي.

محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې ۱۵۰۰ ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي.

ډیتابیس:  http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx  

تلګرام:  https://t.me/ministryofjusticeafghanistan