د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sun, Sep 06 2026 1:54 PM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مالي او اداري ریاست د ټرانسپورټ عمومي مدیریت اړوند (د ټرانسپورټ د تنظیم او د ګرځېدو (ګردشاتو) د بررسۍ مامور) شپږمې رتبې (یو) بست له ۱۴۴۸/۳/۲۲ څخه تر ۱۴۴۸/۴/۲ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۶/۱۴ تر ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د ټرانسپورټ د تنظیم او د ګرځېدو (ګردشاتو) د بررسۍ مامور

بست: (۶)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست

راپور وړاندې کول: د ټرانسپورټ عمومي مدیر ته

د بست موقعیت:  کابل

د بست شمېر: (۱)

د دندې موخه: د ټرانسپورټي چارو تنظیم او څارنه، د وسایطو د ګرځېدو بررسي او سنجش او د وزارت د نقلیه وسایطو د اصولي او اغېزمنې استفادې څخه ډاډ ترلاسه کول.

دندې او مسئولیتونه:

اساسي دندې:

  • د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اړوند مدیریت له کاري برنامې (پلان) سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛
  • د رسمي چارو د ترسره کولو په موخه د موټر چلوونکو (یومیه ډریورانو) پر وخت ګومارل او د وسایطو د حرکت د خروجي پاڼې (پارچې) صادرول، ترڅو په ورځنیو چارو کې د ځنډ مخنیوی وشي؛
  • د وسایطو د ثبت په کتاب (لاګ بوک) کې د نقلیه واسطې د شمېرې، د موټر چلوونکي د نوم، د ټاکل شوي مقصد، د سفر موخه، د حرکت او بېرته راګرځېدو د نېټې او ساعت او د سفر د پیل او پای د کیلومتر او نورو اړینو معلوماتو درج کول او ثبتول؛
  • د غیرضروري یا توظیف شویو سیمو څخه بهر د استفادې د مخنیوي په موخه د نقلیه وسایطو د ورځني ګرځېدو دقیقه بررسي او کنټرول او تعیین شوي مقصد سره د ګرځېدل شوي واټن مطابقت او اړوند مدیر ته د هغې راپور وړاندې کول؛
  • د موټر چلوونکو له حضور او د نقلیه وسایطو د پاکوالي او نظافت څارنه او وارسي؛
  • د خوندي ساتنې په غرض د رسمي وخت له پای ته رسېدو وروسته او د رخصتیو په ورځو کې د وزارت په پارکینګ کې د نقلیه وسایطو له درېدو (پارک کېدو) څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  • د اړوندې برخې د وړاندیزونو، مکتوبونو او نورو اسنادو ترتیبول او لیکل او اړوندو مراجعو ته د هغو استول؛
  • د اړوندو ټولو اسنادو او سوابقو تنظیم او ساتنه؛
  • د ورځنیو اجراآتو د ښه والي په موخه له اړوند مدیر څخه د مشورې او لارښوونې ترلاسه کول؛
  • د ورسپارل شویو چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو څانګو سره د همغږۍ او کاري اړیکو تامینول؛
  • د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • دندې پورې اړوند د نورو هغو وظیفو ترسره کول چې د اړوندې ادارې د اصولو او موخو مطابق هغه ته سپارل کېږي.

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو کم او له (۶۴) کلونو زیات نه‌وي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه بکلوریا سند او یا هم د هغه معادل د هېواد له داخل یا بهر څخه د دیني مدرسو سند درلودل چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوي وي، لوړې تحصیلي درجې ته ارجحیت ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  • اړتیا نه لري

لازم مهارتونه:

  • د هېواد په یوې رسمي ژبه (پښتو یا دري) تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه لرل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه (ځای) څخه او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره او د کاري تجربه اسنادو) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.