د قرارداد د ورکړې تصمیم خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدلیې وزارت په پام کې لري، د خپل د اړتیا وړ د قوانینو ټولګې او رسمي جریدو د (۲۹۰۰۰۰) ټوکو کتابونو د بیاځل چاپ پروژه د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند د حنظله جومات په درې لارې کې د بهیر طباعتي او بسته بندۍ شرکت ته چې د (۷۱۳-D) شمېرې جواز لرونکی دی په شپاړس میلیونه او اتهسوه نولس زره او شپږ سوه (۱۶۸۱۹۶۰۰) افغانۍ مجموعي قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې هکله هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا د خپریدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې په لیکل شوي بڼه له دلیلونو سره یو ځای په دارالامان ساحه کې د عدليې وزارت په ودانۍ کې، د یاد وزارت د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دغه خبرتیا د قراداد د عقد په معنی نهده او د پورته یادې شوې نېټې او د راتلونکو قانوني مراحلو بشپړولو پورې، قرارداد نهمنعقد کېږي.