په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Tue, Jun 30 2026 2:00 PM
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د تېرې اونۍ په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکیلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول شول چې په ترڅ کې یې ۴ دارالوکالې د یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شوې.

پلاوي د نورو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او مدافع وکیلانو ته یې د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS