د کابل د امنیتي حوزو له مسؤولینو سره په کتنه کې د عدلیې وزیر له امیر څخه پر اطاعت کولو ټینګار وکړ

barekzai_admin
Thu, Jun 25 2026 10:23 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د محرم د میاشتې په ۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار د امنیتي حوزو د څلورو زونونو له مسؤولینو سره د یاد وزارت په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د عدلیې وزیر په دې کتنه کې د امنیت په ټینګښت او په کابل کې د بې نظمۍ په مخنیوي کې د امنیتي مسؤولینو د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل چې د اسلامي نظام رامنځته کېدل او په هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت زموږ د خلکو د اخلاصمندانه جهاد پایله ده او اوس دغو خلکو ته خدمت کول د هر فرد او هر مسؤول مسؤلیت دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام په ساتلو کې له امیر څخه د اطاعت اهمیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هر مسؤول باید دغه ټکی په پام کې ولري او د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې په صداقت، ژمنتیا او مسؤولیت‌پېژندنې سره عمل وکړي.

همداراز محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دې کتنه کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې دغه کمېسیون په خپل کار کې قاطع او جدي دی او غاصب ته به، پرته له دې چې څوک دی، د بیت المال د غصب اجازه ورنه‌کړي.

نوموړي په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو په ځانګړې توګه د امنیتي حوزو همکاري مهمه وبلله او له مسؤولینو څخه یې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د کابل د څلورو امنیتي زونونو مسؤولینو په دې کتنه کې ډاډ ورکړ چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې د خپلو مسؤولیتونو په چوکاټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان په اطاعت کې به د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي له کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS