د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست نوی رئیس معرفي شو

barekzai_admin
Sun, May 24 2026 12:26 PM
.

 د عدليې وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس، محترم مفتي رحمت الله حلیم په یوې ناسته کې د یاد وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست نوی رئیس چې د عدلیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ ټاکل شوی دی، د دغه ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ.

په دې ناسته کې چې د ذوالحجې د میاشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د نورو رئیسانو او د بېلابېلو برخو د مسؤولینو په حضور سره جوړه شوه، محترم مولوي عبدالهادي عاشق الله د دغه وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي رئیس، محترم مفتي فضل هادي صاحب‌زاده د پالیسۍ او پلان نوي رئیس د موقف د مبارکۍ ترڅنګ، په امارتي ادارو کې د مسؤولینو تقرر، تغییر او تبديل یو اصل وباله او د مسؤولیتونو پر ترسره کولو او خلکو ته پر صادقانه خدمت کولو یې ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست نوي رئیس تر دې وړاندې د دغه وزارت د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو عمومي ریاست د کار او ادارې د قوانینو د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS