د وېشل شویو او پلورل شویو امارتي ځمکو پلورل ممنوع دي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي

barekzai_admin
Mon, May 18 2026 11:23 AM
.

 د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش او د ساختمان د اجازې د ورکړې قانون له مخې، امارتي ځمکې او نمرې اشخاصو او افرادو ته د سرپناه جوړولو په موخه وېشل او یا پلورل کېږي او له هغو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه لکه د هغو پېرل او پلورل ممنوع ده.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته لارښوونه کوي چې د هغو امارتي ځمکو له معاملاتو څخه په کلکه ډډه وکړي، چې د اسلامي امارت له لوري پر افرادو او اشخاصو وېشل او یا پلورل شوې دي. د دغه ډول معاملاتو د ترسره کولو په صورت کې د معاملاتو لارښوونې د سرغړونکي دفتر تړل کېږي او متصدي يې او د معاملې دواړه لوري به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.