د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش او د ساختمان د اجازې د ورکړې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
Tue, May 12 2026 9:47 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش او د ساختمان د اجازې د ورکړې قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې په ۲۸مه نېټه په ۱۴۸۷ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.  
د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش او د ساختمان د اجازې د ورکړې په قانون کې یوه مقدمه، څلور بابونه، ۶ فصلونه او ۳۸ مادې شاملې دي چې د تطبیق مراجع یې د کور او ښار جوړولو وزارت، ښاروالۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ اداره دي.
په دې قانون کې د هستوګنیزو او سوداګریزو نمرو د قیمت ټاکلو څرنګوالی، د هستوګنیزو او سوداګریزو نمرو وېش او بهیر یې، د ملیکت سند یا قبالې د وېش څرنګوالی، د هستوګنیزو او سوداګریزو ځمکو د نمرو د استرداد حالتونه او نور اړوند حکمونه بیان شوي دي.
د دغه قانون په دوهم باب کې د استرداد شویو ځمکو وېش او خرڅولو څرنګوالی او د ځمکو د وېش هیئت ترکیب بیان شوي دي. په دې برخه کې راغلي هغه ځمکې چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له خوا د ښاري پلان په محدوده کې تثبیت شوي د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې له خوا ثبت او ورپسې د پروژې پلي کوونکې ادارې ته لېږدول کېږي.  
د دغه قانون پر بنسټ، هغه امارتي ځمکې چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له خوا تصفیه او تثبیت شوي، په هغو اشخاصو چې د محکمې له خوا غاصبین پېژندل شوي دي د تملیک او خرڅولو وړ نه دي. 
د یاد قانون د پنځلسمې مادې په ۴ فقره کې راغلې ده: «هغه ځمکې چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له خوا په امارتي طرحو او ښارګوټو کې تصفیه او تثبیت شوې دي، له تفصیلي کاري نقشو اود دې قانون له حکمونو سره سم په عین طرحه (پروژه) کې تصرف کوونکو اشخاصو ته د ټاکلي قیمت په بدل کې تملیکاً وېشل کېږي».
د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو او وېش او د ساختمان د اجازې د ورکړې قانون د دغې مادې له مخې، هغه متصرف اشخاص چې له څلورو نمرو ځمکو څخه زیات په خپل تصرف کې ولري، نوموړې نمرې هغه ته او یا د هغه لومړي درجه خپلوانو ته د وېش وړ نه دي. دغه راز په دې ماده کې راغلي دي که مستحق متصرف شخص په یو ځل د ځمکې د قیمت د ورکړې توان ونه لري، اړونده اداره کولای شي د هغه له مالي حالت څخه د ډاد ترلاسه کولو څخه وروسته د ځمکې قیمت په قسط وار ډول واخلي.  
د دغه قانون پر بنسټ د کور او ښار جوړولو په وزارت کې د امارتي ځمکو د وېش هیئتونه د دغه وزارت د وزیر په مشرۍ او د اراضۍ ادارې او سترې محکمې د با صلاحیته استازو په غړیتوب، د کابل په ښاروالۍ کې ښاروال د رئیس په توګه او اړونده معین، د ښاري کاري نقشو طرح او پلي کولو رئیس، د اړوندې ناحیې رئیس او د ملکیتونو رئیس د عضو په توګه او په ولایتونو کې د والي په مشرۍ او د ښاروال په معاونیت او د اړوندو ادارو د رئیسانو په غړیتوب رامنځته کېږي. دا هيئتونه په خپله محدوده کې وظیفه لري ترڅو د امارتي هستوګنیزو او سوداګریزو ځمکو د نمرو مستحقین وپېژني او تشخیص کړي.  
په دې ګڼه رسمي جریده کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه هم خپاره شوي دي. محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیتابیس:  http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx

تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan