په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول
په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلالاباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې دوه دفترونه د غير قانوني فعاليت له امل وتړل شول.
نظارتي پلاوي د نورو دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي ډډه وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
