د کنړ ولایت د عدلیې ریاست او د خیریه بنسټونو مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Sat, May 02 2026 10:44 AM
.

 د کنړ ولایت د عدلیې رئيس، مولوي روح الله روحاني د ذوالقعدې د مياشتې په ۵مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یو شمېر خيريه بنسټونو له مسؤولینو سره د عدلیې رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

د دې ناستې په ترڅ کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم په‌کې ګډون درلود، له ګاونډیو هېوادونو څخه د تازه راستنو شویو کډوالو سره د مرستو کولو په اړه خبرې وشوې. د عدلیې رئیس ټینګار وکړ چې خیریه بنسټونه دې له کډوالو سره  د حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو، د اوسېدو لپاره د مناسبو ځایونو چمتو کولو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لازمې مرستې وکړي.

په ورته مهال، د خیریه بنسټونو مسؤولینو په دې ناسته کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې له راستنېدونکو کډوالو سره به لازمې مرستې وکړي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له اړوندو ادارو سره ګډه همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS