په هرات ولایت له ۴ مارکېټونه څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sat, Apr 25 2026 11:32 AM
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د هرات ښار په دیارلسمه ناحيه کې له ۴ مارکېټونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د مارکېټونو مسؤولینو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله کرایه له لس سلنې څخه په‌کې ډېره شوې وي. همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې له مالیاتو څخه د تېښتې په موخه دې د مارکېټونو مسؤولین جعلي اسناد نه‌کاروي او ټول معاملات دې د معاملاتو لارښوونې د رسمي دفترونو له لارې ترسره کړي.

د هرات ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS