په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول

barekzai_admin
Tue, Apr 21 2026 2:49 PM
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، مفتي احمد ضيا خبیب په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان د زرګرانو اتحادیې د مسؤولينو په ملتيا د بغلان، سمنګان، جوزجان، کندوز، فاریاب، بلخ، سرپل، بدخشان او تخار ولایتونو په شمول د هېواد شمال لورې ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې  په یادو ولایتونو کې د بېلابېلو صنفي اتحادیو له مسؤولینو سره لیدنې وکړې او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
همداراز، پلاوي  په یادو ولایتونو کې د سرو زرو یو شمېر پلورنځیو څخه هم نظارت ترسره کړ چې په ترڅ کې یې د سرو زرو عیار، نرخونه، د وزن کولو وسایل او نور اړوند موارد په جدي ډول بررسي شول.
د دغه نظارت په ترڅ کې په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS