عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۱۱ نوي جوازونه ويشلي دي

barekzai_admin
Thu, Apr 09 2026 11:45 AM
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست، د  تېر کال د حوت (کب) میاشتې په اوږدو کې ۱۱۱ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۲۳ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.

دغه راز ياد رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې د کابل ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې دفترونو فعالیتونه څارلي او د معاملاتو لارښوونې ۳ دفترونه یې د غير قانوني فعاليت له امله تړلي دي.

د یاد ریاست نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې نورو متصدیانو ته توصیه کړې ده چې خپلې کاري نیمګړتیاوې حل کړي او له هر ډول ناقانونه فعالیت څخه ډډه وکړي.

همدارنګه، په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۱۴۴ متصدیانو ته، په معاملاتو کې د وساطت د اصولو او د معاملاتو ترسره کولو څرنګوالي په برخه کې زده ‌کړه ‌ییزې برنامې جوړې شوي او هغوی ته لازمې زده‌کړې وړاندې شوي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS