په کاپیسا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۸ دفترونو نظارت کېدل
د کاپیسا ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو معاملاتو لارښوونې دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او نور سندونه بررسي شول.
همداراز یاد پلاوي د معاملاتو لارښوونې په دفترونو کې یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې کړي او د لرې کولو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د کاپیسا ولایت، عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.
