په ارزګان ولایت کې د غير قانوني فعاليت له امله د ۱ موټر پلورنځي تړل کېدل
د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په چورې ولسوالۍ کې له ۶ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې، ۱ موټر پلورنځس د غيرقانوي فعاليت له امله وتړل شو او د پاتې نورو موټر پلورنځيو متصديانو ته توصیه وشوه چې خپلې شته ستونزې لرې کړي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.
