د تېر یو کال په ترڅ کې ۲۷۵۰ بېوزلو شکمنو او تورنو کسانو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کېدل

barekzai_admin
Wed, Apr 08 2026 1:23 PM
.

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په ترڅ کې د هېواد په کچه شاوخوا ۲ زره ۷۵۰ تنو بېوزلو شکمنو، تورنو او زیانمنو کسانو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په عدلي او قضايي ارګانونو کې یې د هغوی له حقونو څخه دفاع کړې ده.

د عدلیې وزارت حقوقي مساعدینو په دې موده کې د بېوزلو شکمنو، تورنو او زیانمنو کسانو د حقونو د دفاع په موخه د هېواد په کچه د محکمو په ۱ زرو ۴۰۰ قضايي غونډو کې ګډون کړی او د هغوی قضیې یې پرمخ وړې دي.

همدارنګه عدلیې وزارت په جزايي او مدني موضوعاتو کې د نارینو، ښځو او ماشومانو په شمول ۱ زرو ۶۰۸ تنو هېوادوالو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې کړي دي. دا مشورې هم په حضوري او هم د ۱۸۸ وړیا شمېرې له لارې په ټیلیفوني ډول ورکړل شوي دي.

عدلیې وزارت په دې موده کې د هېواد په کچه په ښوونځیو، مدرسو، محبسونو او نورو ځایونو کې د حقوقي عامه پوهاوي د ۱ زرو ۹۰۰ برنامو په ترسره کولو سره د نارینو، ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۵۰۰ زرو تنو هېوادوالو ته د بېلابېلو موضوعاتو په اړه له دې جملې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو، په اسلامي روحیه د ماشومانو د روزنې، د شکمن او تورن د حقونو، نشه يي توکې او په شریعت کې یې د حکمونو، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او نورو ورته حقوقي او شرعي موضوعاتو په اړه هم پوهاوی وړاندې کړی دی.

هېوادوالو ته د وړیا حقوقي مرستو او مشورو وړاندې کول او عامه حقوقي پوهاوی د عدلیې وزارت له مهمو دندو څخه دي او یاد وزارت ژمن دی چې په راتلونکي کال کې په دې برخه کې له پخوا څخه زیات فعالیت ترسره کړي.