د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر علماوو، مخورو او قومي مشرانو سره ناسته ترسره کړه او د مهمو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.
دا ناسته د خوست ولایت د لکڼو ساحې د فیضان العلوم په دیني مدرسه کې ترسره شوه او د عدلیې وزیر په کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم د بزدلانه بریدونو له امله له ټپیانو سره د علماوو او قومي مشرانو پر همکارۍ او د دغو بریدونو له کبله زیانمنو شویو کورنیو ته پر رسیدګۍ ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي زیاته کړه چې د پاکستان پوځي رژیم بزدلانه بریدونه د هېواد په بېلابېلو ساحو کې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د شهادت لامل شوي دي او اسلامي امارت دغو پېښو ته د رسیدګۍ او د ټپیانو د درملنې په حال کې دی.
هغه وویل اړینه ده چې د دغو بریدونو له ټپیانو سره په رسیدګۍ کې د خوست د سیمه ییزو ادارو تر څنګ، خلک هم په دې برخه کې همکاري وکړي او د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
په دې ناسته کې د خوست ولایت علماوو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې او له ټپیانو او زیانمنو شویو کورنیو سره یې د مرستې او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
