د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د ننګرهار له والي او یو شمېر سیمه ییزو مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې وکړې

barekzai_admin
Tue, Feb 24 2026 9:26 AM
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په مشرۍ یو پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي، محترم ملا محمد نعیم اخند، د استیناف محکمې رئیس، محترم مولوي محبوب الرحمن نقشبندي، د نظامي محمکې رئيس، محترم مولوي جليل احمد هلال، د زندانونو د چارو د سمون رئیس، محترم مولوي سهیل سعید او د ننګرهار یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤولینو سره د همغږۍ بېلابېلې ناستې ترسره کړې.

په دغو ناستو کې چې د ننګرهار د عدلیې ریاست مسؤولینو هم ګډون درلود، د مدافع وکیلانو د فعالیتونو، په قضايي بهیر کې د هغوی د مسلکي رول او اړوندو حقوقي موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. د مدافع وکیلانو رئیس په یادو ناستو کې د مدافع وکیلانو د رول او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې مدافع وکیلان د عدالت په تأمین کې یو مهم رکن دی. نوموړي زیاته کړه چې جنایي عدالت هغه وخت بشپړېږي چې نه مجرم بې سزا پاتې شي او نه هم بې ګناه اشخاص مجازات شي.

هغه څرګنده کړه چې مدافع وکيلان د جرم څخه دفاع نه کوي، بلکې د اشخاصو له قانوني او شرعي حقوقو څخه دفاع کوي او دا چاره د عدالت د سم تطبیق تر څنګ، د زندانونو د جمعیت په کمېدو کې بنسټیز رول لري.

نوموړي همدارنګه وویل چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست په مرکز او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو په چوکاټ کې د مدافع وکیلانو آمریتونه، د مدافع وکیلانو فعالیتونه په منظم ډول څاري، لازمې توصیې ورته کوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره پر وخت اقدامات ترسره کوي.

په ورته مهال، د ننګرهار والي او د یاد ولایت نورو سیمه ییزو مسؤولینو د مدافع وکیلانو فعالیتونه مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې په عدلي او قانوني چارو کې به د مدافع وکیلانو د ستونزو د حل په برخه کې لازمې همکارۍ ترسره کړي. هغوی همدارنګه د مدافع وکیلانو د مسلکي ظرفیت د لوړولو په موخه د زده‌کړه ییزو برنامو پر جوړېدو ټینګار وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS