د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل او خبرې وکړې

barekzai_admin
Mon, Feb 23 2026 11:33 AM
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئيس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په مشرۍ یو پلاوي، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د ننګرهار د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د ننګرهار د عدلیې رئيس، محترم مولوي محمد رئيس محمدي او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود. په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئیس په خپلو خبرو کې مدافع وکيلان د نظام مهمه برخه وبلله او ویې ویل چې ياد وکيلان د عدالت ستنې، د مظلومانو غږ او د قضاء معنوي مرستندویان دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د مدافع وکيلانو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي او دا ستونزې به یې حل کړي.

ورپسې د ننګرهار د عدلیې رئيس هم په دې ناسته کې د مدافع وکيلانو رول مهم وباله او توصیه یې وکړه چې یاد وکیلان دې په پوره صداقت سره خپل مسلکي مسؤولیتونه د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د عدلیې ریاست ژمن دی ترڅو د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسېدګي وکړي او د هغوی په کار کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې لازمې هڅې کوي.

له بلې خوا، مدافع وکيلانو هم په دې ناسته کې ډاډ ورکړ چې خپل فعالیتونه او کاري چارې د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو مطابق، په امانت‌دارۍ او اخلاص سره پر مخ وړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS