په پکتيکا کې ۳ موټر پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
Tue, Feb 03 2026 11:35 AM
.

 د پکتيکا د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د شعبان د مياشتې په ۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په یوسف خيل ولسوالۍ کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو موټر پلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۳ موټر پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول.

نظارتي پلاوي د نورو موټر پلورنځيو په کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه‌والي په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS