د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

barekzai_admin
Wed, Jan 28 2026 1:24 PM
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په جدي (مرغومې) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۳۱۱ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.

د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوې دي.

دغه راز، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۸۱ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د معاملاتو لارښوونې د فعالیت ۶۴ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.

همدارنګه، په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۱۴۵ تنو متصدیانو ته، په معاملاتو کې د وساطت د اصولو او د معاملاتو ترسره کولو څرنګوالي په اړه زده‌کړه‌ییزې برنامې جوړې شوي او هغوی ته لازمې زده‌کړې وړاندې شوې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS