په سمنګان کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Tue, Jan 27 2026 1:48 PM
.

د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ګډ نظارت پلاوي، د تېرې اونۍ په ترڅ کې د دغه ولایت په کچه د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د نظارت په ترڅ کې د دفترونو د فعاليت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

د ياد نظارت په ترڅ د معاملاتو لارښوونې دفترونو په چاروکې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د لرې کولو په موخه د هغو متصديانو ته لازمې توصیې او لارښوونې وشوې.

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS