د عدلیې وزیر د ارزګان پوهنتون له یو شمېر ښوونکو سره وکتل

barekzai_admin
Thu, Jan 22 2026 9:47 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شعبان المعظم د میاشتې په لومړۍ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د ارزګان پوهنتون له یو شمېر ښوونکو سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې وزیر د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې اړوندو چارو کې د نه‌مداخلې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له مخې، د ځمکو د غصب د مخنیوي اړوند ټول موضوعات د یاد کمېسیون له لوري پر مخ وړل کېږي او هېڅ یوه بله اداره د کمېسیون په کاري چارو کې د مداخلې حق نه لري.

نوموړي وویل چې په یاد حکم کې راغلي دي: «که چېري څوک د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په مرکز او ولايتونو کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبيت تخنيكي هيئتونو څخه شکایت لري، کولای شي خپل شکایت په ليکلي ډول د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته د بررسۍ او حل لپاره وړاندي کړي.»

همدارنګه محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون موادو او د  ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د پرېکړو د تطبیق طرزالعمل ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تقنیني اسنادو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو او حکمونو په واضح ډول د کمېسیون کاري موخې مشخصې کړي دي.

په دې کتنه کې د ارزګان پوهنتون ښوونکو د ارزګان ولایت او ټول افغانستان په کچه د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد په برخه کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو قدرداني وکړه او ویې ‌ویل چې د کمېسیون له اقداماتو څخه ملاتړ کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS