په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Sun, Jan 11 2026 11:54 AM
.

 په هرات ولایت کې د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د هرات ښار په ۱۴ ناحیه کې په تېرو دوه ورځو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

یادې کمېټې د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمې سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې د يادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او همدارنګه د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د دفترونو متصدياتو ته لازمې توصیې وکړې.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS