د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال په قوس (ليندۍ) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۴۱۱ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۹۴ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۶۶ نور جوازونه یې تمديد کړي دي.
دغه راز په همدې موده کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸۰ تنو متصدیانو ته، په معاملاتو کې د وساطت د اصولو او د معاملاتو ترسره کولو څرنګوالي په اړه زدهکړهییزې برنامې جوړې شوي او هغوی ته لازمې زدهکړې وړاندې شوي دي.
