په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو
د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د رجبالمرجب د مياشتې په ۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۳۷ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو عريضه ليکونکو د فعالیت جوازونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د ياد نظارت پر مهال نظارتي پلاوي له عریضه ليکونکو څخه غوښتنه وکړه چې په شفاف او سمه توګه عريضه وليکي ترڅو د مراجعينو له سرګردانۍ څخه مخنيوی وشي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
