په کاپیسا ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۴ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
Tue, Dec 23 2025 11:31 AM
.

 د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۶ نېټه د ‌‌چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

مؤظف نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

د ياد نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د یادو دفترونو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې چې،  د دغو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د یادونې ده چې د کاپیسا عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS