د عدلیې وزارت د کابل په سرای شمالي کې د تېلو د یو ټانک ځمکه د هغې اړوندې ادارې ته وسپارله
د عدلیې وزارت د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي په سیمه کې د تېلو د یو ټانک د ځمکې اړوند په دعوا کې د اسلامي امارت د حق په دفاع سره، یاده ځمکه له متصرف څخه اخیستل شوې او د هغې اړوندې ادارې ته وسپارل شوه.
دا ځمکه په ۲۴۰۰ متره مربع مساحت سره چې د افسوټر امارتي شرکت پورې اړه لري، مخکې لهدې د یو قرارداد په ترڅ کې د نفتي توکو یو توریدي شرکت (احمدیار) ته د درې کلونو لپاره ورکړل شوې وه خو یاد شرکت د قرارداد د مودې تر پایته رسېدو وروسته د دوو کلونو په تېرېدو سره، بیاځلي د ځمکې په داوطلبۍ کې ګډون نه وو کړی او حاضر نه وو چې یاده ځمکه او پر هغې جوړ شوی د تېلو ټانک افسوټر شرکت ته وسپاري. یاد شرکت د دوو کلونو د کرایې له ورکړې هم ډډه کوله او غوښتل یې چې قرارداد په غیرقانوني او غیر اصولي ډول تمدید شي.
د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې په دې دعوا کې د افسوټر شرکت له حق څخه دفاع کړې چې په ترڅ کې یې قراردادي شرکت مکلف شو چې له قرارداد څخه د اضافي دوو کلونو کرایه چې ۱۸ میلیونه او ۵۰ زره افغانۍ کېږي، تادیه کړي او ځمکه د افسوټر شرکت ته وسپاري.
په پایله کې یاده ځمکه او د تېلو ټانک د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخالحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په هڅو د افسوټر سهامي شرکت ته وسپارل شول.