د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل
د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د جمادیالثانی د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د دغه ولایت څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او يو شمېر نورو سيمهييزو مسؤولينو سره یې وکتل.
په دې کتنو کې د پکتيا ولايت عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونې دفترونو، اتحادیو، موټر پلورنځيو، خيريه بنسټونو او عريضهليکونکو په برخه کې د غير قانون فعاليتونو د مخنيوي او د نافذه قوانينو د تطبیق په برخه کې خبرې وکړې او له مسؤولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همداراز د دغه سفر په ترڅ کې د عدلیې رئيس او ورسره مل پلاوي له یو شمېرعریضه ليکونکو، موټر پلورنځيو، اتحادیو، خيريه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه هم نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۳ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.
همدارنګه د پاتې نورو دفترونو متصديانو او عريضه ليکونکو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولينو ته د نظارتي پلاوي له لوري لازمې توصیې وشوې.
د یاد نظارت په ترڅ کې د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې پر اړوندو مسؤولينو ټینګار وکړ چې د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې خپل ټول فعالیتونه ترسره کړي او د فعاليت جوازونه له ختمېدو وړاندې تمديد کړي.
د یادونې وړ ده چې د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.
