په تېره یوه میاشت کې کابو ۹۰ زره کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی

barekzai_admin
Wed, Dec 03 2025 10:29 AM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان کال د جمادی‌الأولی د مياشتې په ترڅ کې د ۲۲۴ برنامو په جوړولو سره ۸۹ زره او ‍۸۵۷ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

یادې برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ترسره شوې، چې د هغو له ډلې څخه  ۱۸ زره او ۸۲۸  تنه په کابل، ۱۲ زره او ۸۸۴ تنه په بلخ، ۸ زره او ۸۲ تنه په نيمروز، ۴ زره ۹۲۳ تنه په ننګرهار او پاتې نور په بېلابېلو نورو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.

په دغو برنامو کې ګډونوالو ته د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ماشومانو د روزنې، پر اولادونو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.

دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.

د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS