د عدلیې وزیر د پنځو ولایتونو د عدلیې او کرنې له رئیسانو سره په کتنه کې د کاري چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د جمادی الآخرة د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر ولایتونو د عدلیې او کرنې رئیسانو سره وکتل او هغوی ته یې توصیه وکړه چې د عدلیې ریاست او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو پورې اړوند کارونه چټک کړي.
په دې کتنه کې د عدلیې وزیر څرګنده کړه چې اوسنی شرعي نظام د ډېرو قربانیو په ترڅ کې واکمن شوی او ډېر لوړ حیثیت لري او اړینه ده چې په نظام کې هر فرد او هر مسؤول دغه حیثیت وساتي. هغه زیاته کړه چې د نظام په رأس کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی شتون چې شریعت ته یو پابند شخص دی هم یو لوی نعمت ګڼل کیږي.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په یادو ولایتونو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد اړوندو چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې رښتیني او جدي کار ته اړتیا ده. هغه توصیه وکړه چې مسؤولین باید په دې برخه کې په صداقت، ایماندارۍ او اخلاص سره کار و کړي.
د یادو ولایتونو د عدلیې او کرنې رئیسانو هم د خپلو لاسته راوړنو او د کاري ننګونو راپورونه شریک کړل او ډاډ یې ورکړ چې د سیمه ییزو ادارو په همغږۍ، خلکو لپاره د اړوندو خدمتونو وړاندې کولو او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې کار کوي.
