د عدلیې محترم وزیر د امارتي مسؤولینو او کارکوونکو پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ

barekzai_admin
Thu, Nov 20 2025 12:35 PM
.

 د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو تر منځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ناسته د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د دې وزارت په مقر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۹ نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق، د عدلیې وزارت نور مسؤولینو او د ټولو وزارتونو او امارتي ادارو استازو هم ګډون درلود او د عدلیې وزیر په‌کې د عامه او امارتي (بیت المال) شتمنیو پر ساتنې او حفاظت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د امارت د قضایاوو اداره په محکمو کې د عامه او امارتي ادارو شتمنیو د دفاع مسؤولیت پر غاړه لري او اړتیا ده چې ادارې د خپلو غصب شویو ځمکو  د معلوماتو له شریک کولو څخه وروسته، له یادې ادارې سره دوامداره همغږي ولري تر څو اداري بهیر یې ژر تر ژره پرمخ ولاړ شي.

د عدلیې وزیر په دې ناسته کې اسلامي نظام او په رأس کې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی موجودیت ستر ویاړ وباله او څرګنده یې کړه چې د نظام ټول مسؤولین او د امارتي ادارو کارکوونکي باید د مسؤولیت ادا کول تر هر بل‌څه مهم وګڼي او په دې لار کې نظام لپاره په بشپړ اخلاص، صداقت او ایماندارۍ سره کار وکړي.

هغه همدارنګه وویل چې د عدلیې وزارت، د عامه شتمنیو د دفاع او د امارتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې له ټولو وزارتونو او ادارو سره بشپړه همکاري لري او اړتیا ده چې په دې برخه کې ټولې اړوندې ادارې په جدي توګه کار وکړي.

په دې ناسته کې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي رئیس، محترم مولوي احسان الله وثیق ځینې موجودې ننګونې په ځانګړي ډول له وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ په برخه کې بیان کړې او حل کول یې جدي اړتیا وبلله.

په یادې ناسته کې د وزارتونو او امارتي ادارو استازو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د ننګونو د حل، د دوسیو د تعقیب او د امارت د قضایاوو ادارې ته د مؤثقو معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې به زیات پام وکړي او لازم اقدامات به ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS