د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Mon, Nov 03 2025 10:09 AM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څه باندې ۸ زرو جریبو ځمکو موضوعات تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول.

په دې ناسته کې چې د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي محترم مولوي محمد حماد، د کرنې وزارت د اراضۍ رئیس محترم مولوي محمود مظلوم، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کمېسیون او اختصاصي محکمې د پرېکړو د تطبیق لپاره د ځانګړې امنیتي قطعې د رامنځته کولو، د کمېسیون او اختصاصي محکمو د فیصلو د تطبیق طرزالعمل د موادو د اجرا، په غور ولایت کې د عامه څړځایونو د تثبیت او د هېواد په درېیو ولایتونو کې د څه باندې ۲۴ زره جریبه ځمکو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ځانګړې امنیتي قطعې د رامنځته کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي او همدارنګه پر هغو ځمکو چې په تړاو یې فیصله شوې «د کمېسیون او اختصاصي محکمو د فیصلو د تطبیق طرزالعمل» د موادو د طبیق څرنګوالی بررسي شوو.

دغه راز د کمېسیون رهبرۍ په هرات، هلمند او بلخ ولایتونو کې د څه باندې ۲۴ زرو جریبو ځمکو په اړه هم لازم تصمیم ونیو او لارښوونه یې وکړه، په هغو مواردو کې چې ایجاب کوي، لازیات معلومات او سندونه راټول کړل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS