د کورونو د کرایي د کنټرول ګډې کمېټې په ټول هېواد کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې ۱۰۰۰ دفترونه بررسي کړي دي

barekzai_admin
Mon, Oct 27 2025 2:31 PM
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د خپل فعالیت د پیل راهیسې په ټول هېواد کې د معاملاتو لارښوونې څه‌باندې زر (۱۰۰۰) دفترونه د کورونو د کرایې د کنټرول او له لوړیدو څخه یې د مخنیوي په تړاو، نظارت کړي دي.

یادې کمېټې د سږکال د وږي (سنبلې) د میاشتې په ۲۰مه نېټه د عدلیې وزارت په مشرۍ او اړوندو ادارو په غړیتوب په کار پیل کړی او په همدې موده کې په کابل او ولایتونو کې د بېلابېلو پلاوو په توظیف سره، د معاملاتو لارښوونې دفترونه نظارت کړي او ارزولي چې په پایله کې یې د معاملاتو لارښوونې ۴۶ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي.

دې کمېټې په کابل کې د معاملاتو لارښوونې د ۶۳۲ دفترونو سربېره، ۲۱۴ استوګنیز بلاکونه هم په پلازمېنه کې د کرایې نرخ له اړخه بررسي او نظارت کړي او د کرایې له لوړیدو څخه یې د مخنیوي په برخه کې په لازمو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د یاد نظارت په ترڅ کې د فعالیت جوازونه، رسمي سټې او نور اړین سندونه بررسي شوي او د اصولو او قوانینو له مخې د کمېټې لخوا بېلابېل دفترونه تړل شوي دي.

کمېټې او موظفو ټیمونو د دفترونو ټولو متصديانو ته توصيه کړې چې د هغه کورونو له ثبتولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې د کرایې نرخ له لس سلنې لوړ شوی وي او خپل ټول معاملات په رسمي سټو کې ترسره کړي.

دغه راز، په ياده موده کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د هېوادوالو عریضو، تلفوني اړیکو او شکایتونو ته هم رسېدنه شوې ده. ډېری کرایه‌نیونکو د کرایې د لوړوالي په اړه خپلې ستونزې له کمېټو سره شریکې کړې دي چې د کمېټې او موظفو ټیمونو له‌خوا ورته لازمې لارښوونې او قانوني مشورې ورکړل شوې دي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS