په کابل کې د کورونو د کرایې نرخ د څرنګوالي په تړاو د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه بررسي شول

barekzai_admin
Sat, Oct 18 2025 2:26 PM
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شویو ټیمونو د کورونو د کرايې د کنټرول په موخه په تېرو درې ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸ دفترونه او ۸ استوګنیز بلاکونه تر نظارت او بررسۍ لاندې ونيول.

په دې بررسۍ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې د هغو کورنو او ودانیو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د هغو کرایه د ۱۴۰۳ کال په پرتله له لس سلنې څخه لوړه شوې وي.

همداراز مؤظفو ټیمونو د بلاکونو او استوګنیزو کورونو مالکینو ته توصیه وکړه چې له ټاکل شوې کچې د کور د کرایې له لوړولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه یادو ټیمونو هغوی ته توصیه وکړه چې د معاملاتو په ترسره کولو کې د سپينو پاڼو له کارولو څخه ځان وساتي او پر ځای یې د معاملاتو لارښوونې له رسمي سټو څخه ګټه پورته کړي.

یادو ټیمونو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه نیونکنو سره هم خبرې کړي او په بې‌سارې توګه د کورونو د کرایې لوړیدو څخه یې د هغوی شکایتونه اوریدلي او د رسیدګۍ په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS