د بادغیس ولایت د عدلیې رئيس د بالامرغاب ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
Sat, Oct 18 2025 1:38 PM
.

 د بادغیس ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالرازق مرزوقي او له هغه سره مل پلاوي د ربیع‌الاخر د مياشتې په ۲۱مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت بالامرغاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال او یو شمېر سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د دغې ليدنې په ترڅ کې د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د امارت د قضایاوو له مديریت سره یې د یادې ولسوالۍ د مسؤولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې پر لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

د بادغیس ولایت د عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د موجودو ستونزو د لرې کولو او د کاري خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت د نورو ولسوالیو له مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS