په بغلان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شول

د بغلان ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیعالآخر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۲ دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل.
پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د پاتې نورو دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د یادونې ده چې د بغلان عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.