په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع الاول د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سهشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یاد نظارت پر مهال یو دفتر چې په غير قانوني بڼه یې فعاليت ترسره کاوه وتاړه او د پاتې نورو دفترونو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياوو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.