د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمېټې ناسته جوړه شوه

د کورونو د کرايې د کنټرول د ګډې کمیټې ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو وزارت، د کابل ښاروالۍ، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښار په کچه د ساحوي نظارت د پنځو ګونو ټیمونو راپورونه وړاندې شوو او موجودې ننګونې او د حل لارېچارې یې بررسي شوې.
کميټې په یاده ناسته کې پرېکړه وکړه چې د استوګنیځو کورونو د کرایې له څرنګوالي د نظارت پروسه دې دوام ومومي او د کابل ښار ټولې ناحیې په جدي او دقیق ډول نظارت کړل شي او د هر راز سرغړونې مخه دې ونیول شي.
همداراز په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د جایدادونو کرایهنیونکي له دې وروسته کولای شي د کرایې د نرخ له لوړوالي څخه په اړوندو امنیتي حوزو کې رسماً شکایت وکړي او په هغه صورت کې چې په امنیتي حوزه کې موضوع حل نهشي، اړونده حوزه دې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ته راجع کړي.
کمیټې ټینګار وکړ چې د ساحوي نظارت ټیمونه دې د ګذر وکیلانو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو په همکارۍ، کرایي استوګنځایونو ته ولاړ شي او په مستقیم ډول دې له کرایهنیونکو څخه د کورونو د حقیقي کرایي مبلغ پوښتنه وکړي او په سټه کې له درج شوي مبلغ سره د توپیر په صورت کې، قانوني اقدامات ترسره کړي.
په دې ناسته کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمیټې یوځل بیا ټینګار وکړ چې د کرایي، بیع وفا او د پلور قراردادونه په جعلي او په خپلسر جوړو شویو سټو او سپین کاغذ کې ممنوع دي او په هغه صورت کې چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه له جعلي، په خپل سر جوړو شویو سټو او یا سپینو پاڼو څخه استفاده وکړي، تړل کیږي او مسؤولین یې اړوندو ادارو ته ورپېژندل کېږي.