په پکتيا ولایت کې له یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Wed, Sep 10 2025 1:33 PM
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۸ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو او عریضه ليکونکو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولينو ته د نظارتي پلاوي له لوري لازمې توصیې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS