عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پروان ولایت د مقام ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
Sat, Sep 06 2025 1:36 PM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ پروان ولایت ته سفر کړی او د پروان له والي، مفتي محمد ادریس انوري او د دغه ولایت له نورو سيمه‌ییزو مسؤولينو سره یې د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې چې د پروان ولایت د استيناف محمکې د جزا ديوان او د عدلیې رياست مسؤولينو هم ګډون درلود، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس وړيا حقوقي مرستو ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ د څرنګوالي، د عامه حقوقي پوهاوي د برنامو جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کې د پروان والي د عامه حقوقي پوهاوي برنامه د جوړولو او وړيا حقوقي مرستو ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسي په برخه کې د حقوقي مرستو رئیس د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د اړوندو ادارو مسؤلينو ته یې هدایت ورکړ چې په دې برخه کې یاد رياست سره لازمې همکارۍ وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS