په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
د دې نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو ته د کاري چارو ښه پرمخ وړلو او د فعاليت د نوي جواز اخيستلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د نیمروز ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ټولو فعالو دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.