په ارزګان ولایت کابو ۴۲۰ جریبه امارتي ځمکه تشخیص شوه

barekzai_admin
Wed, Aug 27 2025 2:27 PM
.

 د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ربیع‌الاول د مياشتې په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د ارزګان ولایت د مرکز، ترینکوټ ښار اړوند په ناقل کلي کې د کابو څلور سوه شل (۴۲۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستنۍ پرېکړې په موخه مرکزي کميسيون ته واستول شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ارزګان ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS