د مالي محاسبې قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

د افغانستان د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د مالي محاسبې قانون او د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذوالقعدة الحرام د میاشتې په ۱۷مه نېټه په ۱۴۶۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د مالي محاسبې په قانون کې چې په دې رسمي جریده کې خپور شو تمهید، مقدمه، یو باب او ۲۰ مادې شاملې دي چې د اسلامي امارت د ادارو پر مالي چارو د تطبیق وړ دی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر د مالي چارو اداره (مرکزي مالي اداره) یې د تطبیق مسئوله ده.
د دغه قانون په اساس د امارتي ادارو ټول مالي مسئولین مکلف دي چې د پیسو د ترلاسه کولو او د مصرف بشپړ حساب په شفافه توګه، مرکزي مالي ادارې ته ورکړي او دا اداره مکلفه ده چې له یادو شویو مسئولینو سره د پیسو د اخیستنې، مصرف او نورو مالي چارو دقیقه محاسبه وکړي.
په دې قانون کې د امارتي ادارو د کارکوونکو د معاشونو، اعاشې او د یادو ادارو متفرقه مصارفو په شمول له مرکزي مالي ادارې څخه د پیسو ترلاسه کولو ټول مراحل تشریح شوي دي. همدارنګه د پیسو د مصرف د څرنګوالي راپور ورکولو، د اضافي پیسو اعاده کولو، د مصرفيه سندونو وړاندې ، د دارالایتامونو د پیسو او د هغوی د اعاشې مدیریت هم په دې قانون کې بیان شوي دي.
په ۱۴۶۵ ګڼه رسمي جریده کې د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان چې ۱۶ مادې پکې شاملې دي هم خپور شوی دی. په دې فرمان کې د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست مسئولیت، د امارتي شرکتونو د جوړولو څرنګوالی، د بودجې او مالي چارو تنظیمول، نظارت او د دغو شرکتونو اړوند نور مسایل مشخص شوي دي.
محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.