په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Wed, Aug 06 2025 12:59 PM
.

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د میاشتې په ۹ مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د بلخ ولایت په مرکز، مزار شريف ښار کې له ۱۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل. 
مؤظف پلاوي، د دغه نظارت په ترڅ کې یوه دارالوکاله چې په غير قانوني توګه فعاليت درلود وتړله او د پاتې نورو دارالوکالو یو شمېر نیمګړتیاوې یې مشخصې کړې. پلاوي د یادو دارالوکالو متصدیانو ته د نیمګړتیاو او ستونزو د لرې کولو په هکله لازمې توصیې کړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو خپل یو شمېر کاري ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS