په بغلان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۵ دفترونه څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Tue, Jun 24 2025 8:56 AM
.

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز، پلخمری ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

د نظارتي پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې درې دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول او د نورو دفترونو متصدیانو ته د کاري چارو ښه پرمخ وړلو اود مالیاتو د تصفیې په موخه لازمې توصیې وړاندې شوې.

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ټولو فعالو دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS