په بلخ ولایت کې د څهباندې ۴۱۰ جریبه ځمکې بررسي

د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذیالحجې د میاشتې په ۲۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مزار شریف په ښار او شولګرې، بلخ او چمتال ولسوالیو کې د څه باندې څلور سوو لس (۴۱۰) جریبو ځمکو دوسیې بررسي شوې.
هیئت پرېکړه وکړه چې ځینې دوسیې د هغو اړوندو مراجعو ته واستول شي او پر ځینو نورو څېړنې او لازم اجراآت ترسره شي.