د عدلیې وزارت لخوا په تېرې یوې میاشت کې لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو لپاره د حقوقي مرستو وړاندې کېدل

barekzai_admin
Wed, Jun 18 2025 10:11 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د ذی‌القعدې میاشتې په ترڅ کې لسګونو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې کړي او د هغوی له حقوقو څخه يې په محکمو کې دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۷۲ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز په دې موده کې ۳۵۶ ځله د بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورونو قضیې تعقیب شوي دي. همدارنګه، په تېره یوه میاشت کې ۱۱ تنو غوښتونکو ته وړیا قانوني او شرعي مشورې وړاندې شوي دي.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقوقو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS