د عدليې وزير د سن پترزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمع په دیارلسمې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

barekzai_admin
Sat, May 17 2025 11:50 AM
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي، نن شنبه، د ذی‌القعدې د میاشتې په ۱۹مه نېټه د سن پترزبورګ د نړیوالې حقوقي مجمع په دیارلسمې ناسته کې د ګډون په موخه روسیې هېواد ته ولاړ.

په دې حقوقي ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د عدليې وزيران، قضايي مقامات او حقوقي متخصصين برخه اخلي او د اسلامي امارت د عدليې وزير به په‌کې د قوانينو د څرنګوالي، په نړیوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا، د عدالت د تأمين او د نړیوالو تعاملاتو پر وړاندې د اسلامي امارت د دریځ په اړه وينا وکړي.

د نړیوالې حقوقي مجمع دا ناسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې د سن پترزبورګ په ښار کې پيلیږي او د درېو ورځو لپاره به دوام ومومي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS