په جوزجان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, May 15 2025 12:54 PM
.

 د جوزجان ولایت د دارالوکالو د نظارت ګډ پلاوي د دغه ولایت په مرکز، شبرغان ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
دغه نظارتي پلاوي چې په ترکیب کې یې د جوزجان ولایت د مقام، د عدلیې رياست او استیناف محکمې استازي ګډون لري، د یو شمېر دارالوکالو د فعاليت له جواز لیکونو، د ثبت کتابونو، مالياتي مکلفیتونو، مُهرونو، لوحو او یو شمېر نور اړين اسنادو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په ترڅ کې د ځینو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې شوې او پلاوي د نیمګړتیاوو د لرې کولو او د کاري چارو د لا ښه تنظیم په موخه د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وړاندې کړې.
د جوزجان ولایت د دارالوکالو د نظارت پلاوی په پام کې لري چې په چارو کې د آسانتیاو، خلکو ته د ښه خدمت رسولو او د غیر قانوني فعالیت د مخنیوي په موخه د جوزجان ولایت په کچه له ټولو دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS